ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي امیرخان متقي ترکیه کې د بیا زلزلې له امله د ترکیې له سفیر سره خواخوږي ښودلې

افغانستان کې د ترکیې سفیر جیهاد ارګینای د بهرنیو چارو له سرپرست وزير مولوي امير خان متقي سره لیدلي.

په پيل کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير په ترکيه کې د وروستۍ زلزلې له امله ښاغلي ارګینای سره يو ځل بيا د افغان حکومت او ولس ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د خپلو امکاناتو په محدوده کې يې د ترکيې ورور او مسلمان ولس سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.

د ترکیې سفیر د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د افغانانو د مينې، خواخوږۍ او ملاتړ مننه کړې او زیاته کړې یې ده، چې په زلزله کې ۴۱ زره انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دا شمېره په لوړېدو ده چې ښايي دا زلزله د ترکيې په تاريخ کې بېساري شي.

په دې لیدنه کې همدارنګه پر يو لړ نورو سياسي او اقتصادي موضوعاتو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې شوې او د همکاریو پر دوام ټینګار شوی دی.