ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د حج او اوقافو سرپرست وزیر: افغان حاجیانو ته دې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي

د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ الحدیث دوکتور مولوي نور محمد ثاقب د کام ایر هوايي شرکت له مسولینو سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي ثاقب په روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال کې افغان حاجیانو ته د غوره او لازیاتو خدمتونو د وړاندې کولو په اړه په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې او ویلي یې دي، چې کام ایر هوایي شرکت د خصوصي سکتور په برخه کې ښه فعالیت لری او د حاجیانو د لیږد په پروسه کې یو تجربه لرونکی شرکت دی.

دغه‌راز نوموړي د یاد شرکت مسولینو ته د خدمتونو په برخه کې تېرو تجربو ته په کتو اړینې سپارښتنې کړې دي.

د کام ایر هوایي شرکت مسولینو د شته ظرفیتونو او اسانتیاوو او په راتلونکي حج کې د حاجیانو د لېږد د پلان په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې د حج پروسې د کامیابۍ او په ښه توګه د ترسره کولو لپاره د حج او اوقافو وزارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو یو.

دغه راز یادو مسولینو د حج پروسې د چټکتیا لپاره د کام ایر هوایي شرکت او حج او اوقافو وزارت تر منځ د یوې ګډې کمېټې د جوړیدو غوښتنه کړې ده.