د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد په مشرۍ بدحشان ولايت کې لويه ولسي غونډه وشوه.
په دغه ولسي غونډه کې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس شيخ حضرت ولي حقاني، د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد اجان رهبر، د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رییس مفتي تسليم الله حقاني د یاد ولايت مسولينو، ولسوالانو، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د ناستې په پیل کې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رییس مفتي تسليم الله حقاني وویل؛ تېر کال د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د خپلو محلي ادارو په همکارۍ سلګونه شخړې حل او فصل کړي دي، چې ښکيل اړخونه يې اوس د ورورۍ ژوند کوي.
نوموړي له ولسونو غوښتنه وکړه، چې د جنجالونو پر ځاي د نظام تر چتر لاندي په سوله او وحدت کې ژوند وکړی.
ورپسې د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد د بدخشان ولايت خلکو ته په خطاب کې وویل، دا نظام ستاسو قربانيو او تکليفونو ته ژمن نظام دی او ستاسو د هڅو او کوښښونو په برکت حاکم شوی دی مونږ مو قدر دانی کوو.
نوموړي زياته کړه؛ یوځای اوسئ د اسلامي امارت کلک ملاتړ وکړئ، د پردي پالو د منفي تبليغاتو ښکار نشئ اوسني مسولين ستاسو خادمان دي او په هر حالت کې ستاسو خدمت ته چمتو دي.
غونډې ته د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رییس شيخ حضرت ولي حقاني په خپلو خبرو کې وویل؛ کفري هېوادونو او ورسره مل غلامانو يې د اشغال پر مهال په افغانستان کې د هر ډول غير شرعي افکارو د رواجولو لپاره فعاليتونه کول تر څو، د افغانانو فکر وربدل کړي، خو د اسلامي امارت له را تګ سره هر کفري او غير شرعي فعاليت په ټپه ودريد عاملين يې الله ج ذليله او رسوا کړل.
دغهراز د شخړو د حل سلاکار مولوي محمد اجان رهبر وویل؛ د قومونو استازولي او رهبري بايد اهل خلک وکړي که واک د نا اهلو خلکو په لاس کې شي، لرې به نه وي چې له هلاکت سره مخ شي.
د بدخشان ولايت واخان ولسوالۍ پامير سيمې قومي مشرانو د افغانستان اسلامي امارت ملاتړ خپل مسوليت ياد کړی او ويي ویل؛ موږ د پامير سېمې په صفري نقطه کې ژوند کوو، د الهي دين د ساتلو په خاطر مو دلته هجرت کړی، تر څو خپل دين کلک وساتو.
قومي مشرانو زياته کړه؛ موږ د اسلامي امارت له راتګ مخکي له ډيرو ستونزو سره مخ وو، خو د ياد نظام له حاکميت سره سم د سرحداتو وزير زموږ پوښنتې ته راغی د مکتبونو، روغتونونو، مدرسو او مخابراتي شبکو جوړېدو ته يې پاملرنه وکړه، د خلکو پام يې را واړاوه، چې اوس له ځينو مهمو سهولتونه څخه برخمن يو او دا د دې نظام برکت دی.