ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت: اسلامي امارت بلغاریا کې د ۱۸ شهید شویو افغانانو د لېږد زمینه برابروي

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې بلغاریا کې د وروستۍ پېښې له امله د ١٨ شهید شویو افغانانو د جنازو د لېږد په اړه په دې هیواد کې افغان سفارت ته دنده سپارل شوې، چې د عدلي طب د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته دې هېواد ته د لېږد په تړاو پر وخت همغږي ترسره شي.

یاد وزارت زیاتوي، چې اسلامي امارت د ټولو شته امکاناتو په کارولو سره د جنازو د لېږد زمينه برابروي او د لېږد د چارې اسانتیا لپاره ځانګړې الوتکه هم په پام کې نیول شوې ده.

د یاد وزارت په وینا؛ تر اوسه د ۱۷ هېوادوالو هویت تشخیص شوی او د یوه د پېژندنې په اړه څېړنې روانې دي، چې د هويت د تثبيت چارو له بشپړیدو وروسته به هېواد ته را انتقال شي.

د یادولو وړ ده، چې تېره اونۍ د بلغاریا پولیسو په یوه لارۍ موټر کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغان کډوالو مړي موندلي وو.