ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د تېکوانډو یوولسم پړاو ملي ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

د هېواد په کچه د تېکوانډو ۱۱م پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ د المپیک کمېټې ، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست اړوند د تېکوانډو ملي فدراسيون له لوري د همدې فدراسيون په ورزشي جمنازيوم کې تېره ورځ د تلې په ۲۰مه نېټه پيل شوې.

د دغو سیالیو د پیل په مراسمو کې د المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ لوی رییس مولوي احمد الله وثیق، د فدراسیونونو رییس محمد اعظم کوهي، د تېکوانډو ملي فدراسيون رییس ډاکټر نجیب الله سکندر او مینوالو ګډون کړی وو.

د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کې مولوي احمد الله وثیق ویلي؛ ټول فدراسیونونه مکلف دی، چې خپلې ټاکنيزې سیالۍ ترسره کړي او موږ کوښښ کوو، چې هر ډول ملاتړ یې وکړو.

نوموړي زیاته کړې؛ د تېکوانډو په څانګه کې موږ له نړیوالو ډګرونو ډېر مډالونه لرو او هڅه کوو، چې لوبغاړو ته د بهرنیو سفرونو زمینه  برابره کړو.

 همدارنګه ښاغلي وثیق ویلي، خوښ یم چې د لوبغاړو عصریه منظور شوه او له قطر هېواد سره هم د سپورټ په برخه کې د مرستو هوکړې ته رسېدلي یوو.

په دغو سياليو کې به تېکوانډو کاران د لویانو په عمري کټګوري او له ۵۴ کیلو ګرام څخه تر ١٠٠+ کیلو ګرامه وزني کټګورۍ پورې له یو بل سره سیالۍ وکړي.

د یادونې وړ ده، یادې سیالۍ چې تېکوانډو ملي لوبډلې ته د ۳۲ لوبغاړو د ټاکلو په موخه تر سره کيږي، درې ورځې به دوام کوي.