د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې تېره ورځ د ترکيې په استانبول کې د افغانستان په جنرال کونسلګرۍ کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا استول شوي ډيپلومات خپل کار رسما پيل کړی.
یاد وزارت زیاته کړې؛ هڅه کوي چې د ډيپلوماټيکو فعاليتونو ترڅنګ په بهر کې د افغانستان سياسي استازولۍ په بشپړ مسوليت او شفافيت سره بهرمېشتو وطنوالو ته کونسلي خدمات وړاندې کړي.
د دې تر څنګ چې د ترکيې له جمهوريت سره د افغانستان اسلامي امارت ډيپلوماټیکې اړیکې ځانګړی اهميت لري، استانبول کې د زرګونو افغان کډوالو شتون د دې ښار اهميت لا زياتوي او ايجابوي چې د افغان حکومت استازي په شفاف ډول ټول اړین خدمات وړاندې کړي.
بهرنیو چارو وزارت: د ترکیې په استانبول کې افغان جنرال کونسل خپله دنده پیل کړه
![پاینل](https://rta.af/artmedia/2023/02/پاینل-2-scaled-e1678510284537-696x371.webp)