د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په ۲۵مه غونډه کې د پاسپورټ لوی ریاست د چارو د ښه سمون او ستونزو د حل په موخه د ریاست الوزرا مقام له لوري د ټاکل شوي پلاوي وړاندیز شوې طرحه تایید شوه.
په دې غونډه کې د اقتصاد سرپرست وزير قاري دين محمد حنيف په مشرۍ، د ټرانسپورټي ستونزو د حل کميسيون ته دنده وسپارل شوه، چې د ملي دفاع، کورنيو چارو وزارت او استخباراتو لوی رياست د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د کابينې ۳۹ مصوبې د ۲ بند پر اساس د ټرانسپورټي چارو د کنټرول او تنظيم تصويب شوې طرحې د پلي کېدو په اړه دقيقه ارزونه وکړي او د عملي کولو په موخه يې شته ستونزې په ګوته او د تصميم نيولو په موخه يي د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
دغه راز د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو راګرځولو کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د ولایتي تخنیکي پلاوو په همکارۍ د غصب شویو ځمکو د راګرځولو او د ستونزو د حل په موخه ولایتونو ته سفر وکړي.
همدا رنګه د کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د جبل السراج د سمنټو پروژې پخوانی قراداد فسخ کړي.
د کابینې 25مه غونډه؛ د پاسپورټ لوی ریاست د چارو د ښه سمون په موخه د ټاکل شوي پلاوي طرحه تایید شوه
