ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

طارق علي بخیت: په نږدې راتلونکي کې به د اسلامي هېوادونو د علماوو یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره لیدلي.

په دې لیدنه کې ښاغلي بخیت له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په اړه د دې سازمان د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ ناستې په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې په یاده ناسته کې افغانستان ته  د بشري مرستو پر دوام سربېره د پراختیایي پروژو په پلي کولو ټينګار شوی او پرېکړه شوې، چې د نورو اړتیاوو د ارزونې لپاره دې افغانستان ته یو فني او تخنیکي ټيم واستول شي او په نږدې راتلونکي کې به د اسلامي هېوادونو د علماوو یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې مهم او مثبت رول لوبولای شي او له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په اړه یې د اسلامي همکاریو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې هرکلی کړی دی.

ښاغلي حنفي زیاته کړې ، چې افغانستان کې سراسري امنیت تامین شوی، عمومي بښنه اعلان شوې، اداري فساد ختم او د نشه یي توکو کښت او قاچاق بند شوی دی.

دغه راز نوموړي له یاد پلاوي غوښتي، چې د اسلامي همکاریو سازمان غونډو ته د اسلامي امارت استازی ور وبولي ترڅو له دوی سره په بېلابېلو برخو کې د افغانستان په اړه مشورې وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اسلامي هېوادونو له شرکتونو غوښتي، چې د کانونو د را اېستلو، د انرژۍ تولید، مواصلات او نورو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.