ملي دفاع وزارت وايي، چې د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۳۳۰ سرتېري د جګړهییزو ګډو زده کړو قومانداني له درې میاشتني مسلکي، عقیدوي او نظامي زدهکړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي د ښوونې، روزنې او دوکتورینو قومندان الحاج ملا عبدالجبار صدیقي او دیاد وزارت ګڼ شمېر مسولینو او سرتېرو ګډون درلود.
ښاغلي حکیمي پخپلو خبرو کې یاد فارغان خپلو مسولیتونو ته متوجې کړي او ویلي یې دي، چې زده کړې د ټولنې د سمون او رغولو لپاره اړينې دي. دغه راز اطاعت ،ژمنتیا او په نظام باور درلودل د یو پیاوړې نظام لپاره ضروري دي.
په پای کې یې د جګړهییزو ګډو زده کړو قومندانۍ له مسولینو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په راتلونکي کې به هم په عقیدوي او مسلکي زدهکړو سمبال سرتېري د هېواد د خدمت لپاره روزي.

