د کابینې په ۲۶مه غونډه کې د لوی څارنوال په مشرۍ د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدليې وزارتونو، سترې محکمې او د زندانونو چارو د سمون ادارې استازیو په ګډون له نور هېوادونو د افغان زندانیانو د را انتقالولو کمېټې جوړېدل تایید شول.
همدارنګه د اقتصادي کمیسیون تخنیکي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د اقینې بندر-شبرغان او هرات-روزنک پورې د رېل پټلۍ د جوړولو په موخه طرحه برابره او د کابینې ناستې ته يي وړاندې کړي.
د دې تر څنګ د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د لوبو اړوند ادارو او محتسبینو ته سپارښتنه وکړي چې د ځینو لوبو پر مهال نندارچیانو ته د لمانځه توصیه وکړي.
دا ناسته چې د ريیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ ترسره شوه د چارو ادارې لوی ریاست د مالي او اداري مرستیال په مشرۍ پلاوي ته دنده پکې وسپارل شوه، چې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د بندونو او هایدرو تخنیکي تاسیساتو د سروې، امکان سنجۍ، تفصیلي ډیزاین او بررسۍ پړاوونو اړوند طرحه و ارزوي او پایله دې يي د کابینې غونډه کې شریکه کړي.
دغه راز کندهار کې د جامعه عمر د شویو کارونو د ارزونې او د پاتې کارونو د ترسره کېدو د لګښت په اړه د چارو ادارې لوی ریاست د استازي په مشرۍ هغه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې پکې د ماليې، کور او ښار جوړولو وزارتونو، ملي پراختیا شرکت، د کندهار ولایت مقام او کندهار ښاروالۍ استازي هم برخه لري.
په دې غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت مرستیال په مشرۍ یو پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د ۲۲مې ګڼې مصوبې د پرېکړې پر اساس د ګمارل شوي پلاوي راپور په پام کې ونیسي او د ارغنداب رود، هلمند رود او نورو رودونو له اوبو په واټرپمپونو د ګټې اخیستنې اړوند له سیمې لیدنه وکړي او له ځايي خلکو سره د ستونزې د حل په موخه خبرې وکړي.

