د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قوشتېپې کانال څخه د لیدنې په موخه بلخ ولایت ته سفر کړی.
په دې سفر کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او یو شمېر نور لوړ پوړو چارواکو او سیمهييزو مسولینو د نوموړي ملتیا کوله.
ملا عبدالغني برادر اخوند د یاد کانال څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې زموږ د نني سفر موخه د قوشتېپې کانال له کاري پرمختګونو څخه لیدنه ده، چې الحمدالله کارونه یې د ملي پراختیا شرکت په رهبرۍ او سالم مدیریت د پلان سره سم پر مخ روان دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د قوشتېپې کانال پلي کېدو ته ژمن دی.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملت ته ډاډ ورکړی، چې موږ د دې ملي او حیاتي پروژې جوړېدو او په هر صورت پای ته رسولو ته ژمن یو.
په پای کې محترم ملا صاحب د یادې پروژې د مسولینو له ترسره شوو هڅو ستاینه کړې او د کارونو د لا ښهوالي په موخه یې اړینې سپارښتنې او لارښوونې ورته کړې دي.