ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال په کابل کې د قطر سفارت له مستشار سره لیدنه کړې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال ملا عبدالرزاق اخوند په کابل کې د قطر سفارت له مستشار مردیف القشوتي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ملا عبدالرزاق اخوند د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لوري یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو پر څرنګوالي خبرې کړي او ویلي يې دي؛ زموږ هېواد د تېرې جګړې له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی، چې د بېلګې په توګه؛ د یوه کورنۍ څخه  ۳۶ تنه یتیمان او اته تنه کونډې هم د دې وزارت سره ثبت شوي دي، نو اړینه ده چې د ټولنې له دې اړمن قشر څخه په بشپړه توګه ملاتړ وشي.

نوموړي زیاته کړې؛ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ټولو ثبت شوېو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د منظورې شوې بودیجې څخه د بانکي سیسټم له لارې میاشتني نغدي مساعدتونو حواله کوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د قطر سفارت مستشار هم ژمنه کړې، چې د یتیمانو، کونډو او معلولینو ثبت شوي امار او ارقام به د قطر هېواد د سرې میاشتې سره شریک کړي، تر څو دې اړمن قشر ته په بېلا بېلو برخو کې لا زیاتې مرستې چمتو او د هغوی لاسنیوی وشي.

په دې لیدنه کې د مالي او اداري چارو عمومي رییس مولوي کلیم الله افغان، د یاد وزارت دفتر رییس مولوي شاه محمد دوست، د پلان، پالیسۍ او بهرنېو اړیکو رییس ملا صدوخان حق شناس او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس مفتي فیصل خاموش هم شتون درلود.