په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشوطي د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او یو لړ سیمهییزو مسایلو خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د فعالې جګړې په درېدو خوښي ښودلې او د قطر دولت او ملت سره یې د تېرو بریدونو له امله خواخوږي څرګنده کړې.
ورته مهال د قطر سفیر افغانستان سره پر خپلې دوامدارې ښکېلتیا ټینګار کړی او د سیمې وضعیت په تړاو یې د خپل هېواد دريځ شریک کړی.

