د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د خپل کار په دفتر کې د چین هېواد له سفیر جام شینګ سره د لیدنې پر مهال افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د منابعو او په هغه کې د پانګونې په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.
په دې لیدنه کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس د برېښنا انرژۍ تولید برخو کې د شته فرصتونو په اړه معلوماتو سره سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی.
بلخوا د چین هېواد سفیر جام شینګ د برېښنا له ډاکټر عبدالباري عمر څخه د مننې ترڅنګ د پانګوالو د هڅونې او ملاتړ هرکلی کړی او ویلي يي دي؛ موږ افغانستان کې د انرژۍ په سکتور کې د پانګونې لپاره د یاد هېواد د خصوصي سکتور د پانګوالو د پام را اړولو، ظرفیت لوړونې او تخنیکي برخو کې د پوره همکاریو ډاډ درکوو.