نن سېشنبه د نومبر میاشتې پر ۵مه د امریکا ولسمشریزې ټاکنې پيلېږي.
امریکایان یو ځل بیا د څلورو کلونو لپاره د خپل ولسمشر د ټاکلو په موخه نن د رایو مرکزونو ته ځي او رایې اچوي.
په دې ټاکنو کې کمالا هریس د دیموکرات ګوند له لوري او ډونالډ ټرمپ د جمهوریپال ګوند له خوا یو له بله سیالي کوي.
دواړو نوماندانو د دې سختې سیالۍ په موخه پراخه کمپایونونه او بېلابېلې ژمنې کړې دي.
کمالا هریس د خپل کمپاین په وروستی ورځ د اقتصاد د ښه کولو او یووالي ژمنې کړې، حال دا چې ټرمپ بیا پر اقتصاد سربېره د ناقانونه کډوالۍ پر وړاندې پر سختې مبارزې ټینګار کړی.
ویل کېږي، چې امریکا کې شاوخوا ۱۴۴ میلیونه کسان د رایې ورکولو وړ دي او تر نیمايي ډېرو یې وار له مخه خپلې رایې کارولې دي.