ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سږ کال کونړ کې څه‌باندې ۱۵ زره پېژندپاڼې وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د کونړ ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د ‍‍۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې اووه زره او ۳۷۶ کسانو ته برېښنایي او اته زره او ۳۳۰ نورو غوښتونکو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشلي دي.

د کونړ ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ؛ په ياد ولايت کې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې شاوخوا  یو زر او ۸۹ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو، اووه زره او ۷۷۵ نورو هېوادوالو ته د ژوند پېښو (شپږ زره او ۶۷۸ زېږون کارتونه او یو زراو ۹۷ د مړینې پارچې) خدمتونه وړاندې کړي.

همدارنګه د کونړ ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست له‌خوا د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د غذايي خونديتوب او شولو کښت په اړه د سروې ګانو معلومات را ټول او د تحلیل او تجزیې په موخه یې له مرکز سره شریک کړي دي.

دغه‌راز یې په اقتصادي، اجتماعي او ډیموګرافي برخو کې د ۳۶۹ معیاري فورمو له لارې د دې ولایت په اړه ارقام او معلومات راټول کړي.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکړای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.