د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (یو این ایچ سي ار) وايي، چې په تېره اونۍ کې په منځني ډول هره ورځ له لبنان څخه له ۴۰۰-۶۰۰ کسان عراق ته کډوال شوي.
په ټوله کې له تېرې سپټمبر میاشتې راهیسې، چې لبنان کې د اسرائیلي یرغلګرو بریدونو زور اخیستی، له دې هېواد څخه ۲۸ زره او ۳۵۰ کډوال عراق ته رسېدلي.
د یو این ایچ سي ار په وینا؛ د یادو کډوالو ډېری برخه لبنانیان دي، خو د سوریې او فلسطیني وګړو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی دی.
یاد سازمان زیاته کړې، چې ډېری کډوال په نجف او کربلا کې مېشت شوي دي.
دې سازمان پرون دوشنبه هم راپور ورکړی و، چې له لبنان څخه شاوخوا ۴۷۲ زره کسان سوریې ته کډوال شوي دي.
پر دې سربېره لبنان کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله لسګونه زره لبنانیان هېواد کې د ننه بېځایه شوي. د لبنان حکومت ویلي، چې ۱.۲ میلیونه کسان اغیزمن شوي، حال دا چې د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي؛ ۸۴۲ زره او ۶۴۸ کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.