ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یو شمېر پخوانیو مسولینو ته د خوندیتوب کارتونه ورکړل شول

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون نن له بهر څخه هېواد ته راستنو شویو یو شمېر پخوانیو مسولینو ته د خوندیتوب کارتونه ووېشل.

یادو پخوانیو مسولینو هېواد ته په راتګ خوښي وښوده او ويي ویل؛ په بهرنیو هېوادونو کې ډېر مېشت افغانان لېواله دي، چې بېرته هېواد ته راستانه شي، په افغانستان کې وضعیت د ستاینې وړ دی او له ټولو هغو تبلیغاتو سره ډېر توپیر لري چې بهر کې یې مغرضې کړۍ کوي.

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د دارالانشا رییس مولوي ذاکرالله ذاکر د خوندیتوب کارتونو د وېش پر مهال وویل، د عمومي عفوې فرمان لا هم د پلي کېدو وړ دی او له استثنا پرته هر څوک ترې استفاده کولی شي.

مولوي ذاکرالله ذاکر زیاته کړه؛ هیچا ته د پخوانۍ دندې له امله مشکل نه پېښېږي او که څوک تشویش ولري، نو کولی شي د خوندیتوب کارت په ترلاسه کولو سره په هېواد کې ارام او هوسا ژوند وکړي.

د یاد کمېسیون د دارالانشا رییس وویل، هر افغان کولی شي بهر مېشتي افغانان په پوره اطمینان سره افغانستان ته رادعوت کړي.