ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امريکا ولسمشریزې ټاکنې؛ تر دې مهاله ډونالډ ټرمپ مخکښ دی

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د رایو شمېرلو بهیر پيل شوی او د څو ایالتونو پایلې اعلان شوې دي.

د وروستیو پایلو له مخې تر دې مهاله ډونالډ ټرمپ ۲۱۴ او کمالا هریس ۱۷۹ رایې ترلاسه کړې دي. هر یو نوماند چې ۲۷۰ رایې ترلاسه کړي د امریکا ولسمشر یا ولسمشره به ټاکل کېږي.

یادې ټاکنې پرون سې‌شنبه د نومبر میاشتې پر ۵مه پیل شوې، چې ډونالډ ټرمپ او کمالا هریس سیالي پکې کوي.

د دې ټاکنو ګټونکی/ګټونکې به د څلورو کلونو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر/ولسمشره شي.