د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني پکتیکا ولایت کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند له دویمې پلې لوا څخه لېدنه کړې.
په دې لیدنه کې د پکتیکا ولایت مرستیال والي مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د یاد ولایت د استخباراتو مرستیال او امنیه قوماندان شیخ محمد شریف حلیمي هم شتون درلود.
د یادې لوا قوماندان مولوي نقیب الله حامد د کورنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ مننه کړې، چې د مجاهدینو کارونه یې له نږدې ولیدل او ستونزو یې واوریدې.
د دې وزارت په وینا، د کورنیو چارو وزیر د دې لوا له قومندان مولوي نقیبالله حامد او مجاهدینو سره په لېدنه کې د مسولینو هڅې ستایلي او دوی ته یې د شته ستونزو د حل په موخه ډاډ ورکړی.