ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلي رژیم کې اختلافات؛ نتانیاهو دفاع وزیر له دندې ګوښه کړی

د اسرائیلي رژیم لومړي وزير بنيامين نتنياهو د دفاع وزير يوف ګالانټ له دندې ګوښه کړی.

نتانیاهو د دې ګوښه کولو علت د باور او اعتماد له لاسه ورکول ښودلي او ویلي یې دي؛ د جګړې پر مهال تر بل هر وخت د لومړي وزیر او دفاع وزیر تر منځ بشپړ باور اړین دی، چې زموږ تر منځ مات شوی دی.

د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز د یوف ګالانټ ځای ناستی ټاکل شوی دی.

ګالانټ د نتنیاهو په غبرګون کې ویلي، چې له نتنیاهو سره په درېیو مسائلو کې اختلاف لري. پر ټولو د پوځي خدمتونو جبري کول، چې ارتودکس یهود یا د یهودو د دیني زده‌کړو زده‌کړیالان هم پکې شامل دي. د بندیانو بېرته راستنول او د تېر کال د اکتوبر د ۷مې نېټې د ناکامۍ څېړلو لپاره د کمېټې جوړول.

نوموړي وړاندې ټينګار کاوه، چې په روانه جګړه کې يې سلګونه عسکر له لاسه ورکړي او بايد د پوځ په ليکو کې نوي عسکر جذب شي.

د صهیونیستي رژیم د دفاع وزیر په ګوښه کولو سره زرګونه اسرائیلیانو لاریونونه کړي او د نتنیاهو دا پرېکړه یې غندلې ده.

لاریونوال د اسرائیلي رژیم د لومړي وزیر د کور مخې ته رسېدلي او د نوموړي پر ضد یې شعارونه ورکړي. دغه‌راز لارې او سړکونه تړل شوي او د لاریون‌کوونکو له لوري په ځینې سیمو کې اورونه هم لګېدلي دي.