ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مفتشینو له بنسټیز کورس څخه ۲۵ سرتېري فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د سر مفتشیت ریاست د مفتشینو بنسټیز کورس له درېیمې دورې څخه د مرکزي او ساحوي قطعاتو ۲۵ تنه سرتېري د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغه مراسمو کې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، د ملي دفاع وزارت سر مفتش مفتي لطف الله حکیمياو د یاد وزارت ګڼ شمیر مسولینو او مجاهدینو ګډون درلود.

د وسلوال پوځ لوی درستیز یاد فارغان خپلو دندو ته متوجې کړي او له دوی یې غوښتي، چې په پوره اخلاص او ایماندارۍ سره خپلې دندې پرمخ یوسي.

همدا راز سرمفتش مفتي لطف الله حکیمي پخپله وینا کې فارغانو ته د تفتیش په برخه کې د ځیرکتیا او ښې پلټنې هدایت کړی، ترڅو اداره په ښه ډول پرمختګ وکړي.