د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۱ فلسطینیان شهیدان شوي دي.
په شهیدانو کې ۴۶ یوازې په شمالي غزه کې دي، چې له څو اونیو راهیسې اسرائیلي یرغلګرو محاصره کړې ده.
صهیونیستي یرغلګرو غزه کې خپلو وحشتونو ته دوام ورکړی او پر بېلابېلو سیمو یې بریدونه جاري ساتلي، چې له امله یې هره ورځ لسګونه فلسطینیان قرباني کېږي.
تازه وفا خبري اژانس وايي، چې صهیونیستي عسکرو د غزې په ښار کې یوه استوګنیزه ودانۍ په نښه کړې، چې پینځه فلسطینیان پکې شهیدان او ګڼ نور ټپيان شوي دي.
پر دې سربېره خان یونس کې هم پر یوه کور برید شوی، چې څلور فلسطینیان پکې شهیدان شوي دي.
مرکزي غزه نصیرات کمپ کې بیا د اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له امله د دوو مېرمنو او پینځو ماشومان په ګډون ۸ فلسطینیان ټپيان شوي دي.
د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو په بریدونو کې ۴۳ زره او ۳۹۱ فلسطینیان شهیدان او ۱۰۲ زره او ۳۴۷ نور ټپیان شوي دي.