ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالرحمن راشد او د ډنمارک د کډوالو ټولنې مسولینو لیدنه؛ له افغان کډوالو سره په مرستو خبرې شوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د ډنمارک د کډوالو ټولنې د پروګرامونو د برخې مرستیال احمدضیا مایار او مرستیالې هنا روز هالوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د پروژو د پلي کېدو په برخه کې په لاسته راوړنې او ستونزې او د همکارۍ د هوکړه لیکونو په اړه خبرې شوي دي.

هنا روز هالوي په افغانستان کې د ډنمارک د کډوالو د ټولنې د فعالیت د پیل، خدمتونو او کړنو په اړه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال ته بشپړ معلومات ورکړي.

نوموړې ویلي؛ د دنمارک د کډوالو ټولنه په افغانستان کې د سرپناوو جوړولو، د معیشت پروګرام، د محافظتي نغدي مرستې او د کوچنیو کاروبارونو په برخه کې فعالیتونه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له همکارۍ او همغږۍ سره په عملي توګه پرمخ وړي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال ویلي، د ټولو همکار سازمانونو فعالیتونه باید د کډوالو اړوند وي او د دې وزارت له همغږۍ او همکارۍ سره ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې، باید بې ځایه شویو او کډوالو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

دغه‌راز مولوي عبدالرحمن راشد د اسلامي امارت د اصولو سره برابر د همکارو بنسټونو د فعالیتونو پر ترسره کولو ټینګار کړی او د بې ځایه شویو او کډوالو لپاره یې د ښوونې او روغتیا په برخو کې د هر اړخیزو مرستو د دوام غوښتنه کړې.