ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امریکا ټاکنو د پایلو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه؛ د امریکا راتلونکې اداره دې واقعبینانه ګامونه پورته کړي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: “د متوازن بهرني سیاست په رڼا کې د امریکا متحده ایالتونو د ټاکنو د پايلو له راڅرګندېدلو سره هیله لري، چې د امريکا راتلونکې اداره واقعبینانه ګامونه پورته کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي.

دغه‌راز دواړه هېوادونه وکولای شي، د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي.”

په یاده اعلامیه کې زیاته شوې: “د اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د دوحې هوکړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوه، چې له هغې وروسته شل کلن اشغال پای ته ورسېد.”

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې هیله ښودل شوې، چې ټرمپ به په سيمه او نړۍ کې روانې جګړې، په ځانګړې ډول په غزه او لبنان کې د روان ظلم او تېري پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.

ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې، چې د تېرې سې‌شنبې په ورځ د نومبر پر ۵مه پیل شوې وې، وګټلې او د دې هېواد ۴۷م ولسمشر شو.