ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت د ویاند دفتر له لوري د وزارتونو او خپلواکو ادارو ویندویانو سره د همغږۍ غونډه وشوه

د افغانستان اسلامي امارت د ویاند دفتر له لوري د وزارتونو او خپلواکو ادارو ویندویانو سره د همغږۍ غونډه تېره ورځ ( چهارشنبه، د لړم ۱۶مه) په چهار چنارماڼۍ کې جوړه شوه.

په پیل کې د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملاحمدالله فطرت ګډونوالو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، ویندویان د اسلامي امارت له کړنو او لاسته راوړنو څخه د هېوادوالو د خبرولو مهمه دنده ترسره کوي.

نوموړي د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله تعالی فرمان ته په اشارې د بېلا بېلو وزارتونو او خپلواکو ادارو په ویندویانو د چارو د ښه ترسره کېدو په موخه د لا ښې همغږۍ، همکارۍ او پر وخت د معلوماتو د شریکولو ټینګار کړی.

ورورسته د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د ویندویانو کار او خدمت دروند مسولیت بللی او ویلي یې دي؛ د چارو د لاښه والي لپاره به د ویاند دفتر د بېلا بېلو وزارتونو او خپلواکو ادارو ویندویانو سره وخت پر وخت د همغږۍ غونډې او همدارنګه به د حکومت د رسنیو مرکز د ویندویانو د ظرفیتونو د لوړولو په موخه روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.

مولوي ذبیح الله مجاهد د بېلا بېلو وزارتونو او ادارو ویندویانو ته په خطاب کې وویل؛ له اسلامي امارت سره د کړې ژمنې د پرځای کېدو ترڅنګ خپله مسلکي پوهه لا زیاته او خپلې درسپارل شوې چارې په ښه توګه ترسره کړئ، ترڅو هېوادوال د رسنیو له لارې د اسلامي امارت د کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلومات پر وخت ترلاسه کړي.

دغه‌راز د اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع د بېلابېلو وزارتونو او ادارو ویندویانو سره د همغږۍ په دغه غونډه خوښي ښودلې او ویندویانو ته یې د رییس الوزرا دا لارښوونې ورسولې، چې ویندویان به یوازې د خپلو اړوندو ادارو په اړه له رسنیو سره معلومات شریکوي او خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ به لا زیاتوي.

ډاکتر ملا عبدالواسع همدارنګه له ویندویانو غوښتي، چې د ریاست الوزرا له ویاند دفتر سره خپله همکاري او همغږي دوامداره وساتي، خپل معلومات به په وخت ورسره شریکوي.

همدارنګه باید د ویاند دفتر سره په همغږۍ  له رسنیو سره د خپلو ادارو مهم معلومات شریک کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ ویندویان دې د رسنیو له لارې له خلکو سره د معلوماتو په شریکولو سره عامه اذهان جوړ او عامه پوهاوی وکړي، ترڅو د دښمن غلطو تبلیغاتو ته زمینه برابره نشي.

ډاکتر ملا عبدالواسع د خپلې وینا په پای کې ټولو ویندویانو ته د لا ښه خدمت او په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې.

همدا راز دې لیدنه کې د وزارتونو او خپلواکو ادارو ویندویانو د خپلو چارو په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د چارو د لاښه‌والي په موخه خپلې غوښتنې شریکې کړې دي.