د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په بېلابېلو ناستو کې د لوګر او بغلان ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.
په لومړۍ لیدنه کې د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ قومي مشرانو په هېواد کې د اسلامي امارت تر چتر لاندې په ارامه او عادي ژوند خوښي ښودلې او ویلي یې دي، د سپېڅلو مجاهدینو او افغان ولسونو د قربانیو له برکته نن افغانان د اسلامي نظام خاوندان دي.
دوی زیاته کړې، افغانان د هېواد د ابادۍ لپاره د اسلامي امارت رغنیزې او پراختیایي پروژې ستایي او د دوام غوښتوونکي یې دي.
دغهراز په یوه بله لیدنه کې د بغلان ولایت یو شمېر قومي مشرانو ویلي؛ دا د اسلامي نظام ښېګڼه ده، چې د مسولینو دروازې د ولسونو پر مخ خلاصې دي او د دوی ستونزو ته رسیدنه کېږي.
دوی زیاته کړې، اسلامي نظام د هر افغان غوښتنه وه او نن یې دغه غوښتنه پوره شوې ده.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له قومي مشرانو څخه په مننې ویلي؛ اسلامي نظام د ټولو افغانانو ګډ نظام دی او اسلامي امارت خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو او د دوی د ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې؛ ولسونه دې په هېواد کې د اسلامي نظام د ټینګښت او د امن، سوکالۍ او پرمختګ لپاره لاسونه سره یو کړي.
دغهراز نوموړي ژمنه کړې، د لوګر او بغلان ولایتونو د اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه به اړوندو ادارو ته اړینې لارښوونې وکړي.