د افغانستان بانک د رییس نور احمد اغا په مشرۍ یو پلاوي د اسلامي مالي موسساتو لپاره د محاسبې او تفتیش د ادارې (ایوفي) او د اسلامي پراختیایي بانک په ۱۹مه غونډه کې چې په بحرین هېواد کې جوړه شوې وه، ګډون کړی.
دا غونډه د روانې جمادي الاول د میاشتې په لومړۍ او دویمه نېټه چې د (۲۰۲۴ کال د نومبر له درېیمې او څلورمې نېټې) سره برابره ده جوړه شوې وه او په کې د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو او اسلامي سوداګریزو بانکونو نږدې درې سوه استازو ګډون درلود.
د یادې دوه ورځنۍ غونډې په پیلیزه برخه کې د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا وینا کړې او د زکات، وقف، انفاق او صدقاتو اړوند مسائلو د لا ښه تنظیم لپاره د ادارو د جوړولو په ارزښت یې روښانه کړی او د فقر په کمولو او په ټولنه کې د شتمنیو په عادلانه وېش کې یې د داسې ادارو رول مهم یاد کړی.
نوموړي همدارنګه په افغانستان کې د سودي بانکوالۍ د ممنوعیت او د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا او د بانکي نظام د ثبات په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړي دي.
د افغانستان بانک د رییس له ایوفي، اسلامي پراختیایي بانک او نورو اړوندو ادارو څخه د ظرفیت جوړونې، روزنیزو پروګرامونو، زکات او وقف د ښه مدیریت، اسلامي بانکوالۍ ته د بانکونو د اړولو او په افغانستان کې د یو حلال، با ثباته، شفاف او قوي مالي او اقتصادي نظام د رامنځته کېدو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.