ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال د لوګر او ننګرهار له یو شمېر مخورو سره لیدنه کړې

د ریاست‌الوزرا سیاسي مرستیال  مولوي عبدالکبیر په دوه جلا ناستو کې په ننګرهار کې د مېشت امرخېل قوم او د لوګر د محمد آغې ولسوالۍ یو شمېر مخورو سره کتلي.

په دې کتنه کې، د امرخېل قوم مخورو په هېواد کې د اسلامي نظام ټينګښت لوی نعمت ياد کړ او ویلې دي، د اوسني نظام ساتنه د حکومت تر څنګ د ولسونو مسوولیت دی.

د ننګرهار د امرخېل قوم دغو مشرانو په خپلو سیمو کې د يو شمېر ستونزو د حل په موخه د ریاست‌الوزرا  سیاسي مرستیال ته خپل وړاندیزونه هم وسپارل.

همداراز د لوګر د محمد آغې ولسوالۍ قومي مخورو په هېواد کې د تلپاتي ثبات او د قومونو تر منځ پر یووالي د ټینګار تر څنګ یادونه وکړه، چې د اسلامي نظام او د بشپړ امن د ټینګښت له امله د ولسونو او حکومت تر منځ د همکارۍ فضا رامنځته شوې ده.

دغو مخورو څرګنده کړه، ولسونه له نظام څخه په کلکه دفاع کوي او د نظام پاېښت ته ژمن دي.

د محمد آغې ولسوالۍ قومي مخورو په خپلو سیمو کې د سړک جوړېدو او د برېښنا وېش تر څنګ په دې ولسوالۍ کې د انکشافي پروژو د تطبيق غوښتنې کړي دي.

مولوي عبدالکبیر له ننګرهار او لوګر ولایتونو څخه راغلو مخورو او قومي مشرانو ته ښه راغلاست ووايه او وې ویل، چې اسلامي امارت افغانانو ته د غوره ژوند د شرایطو برابرولو هڅې کوي.

سیاسي مرستیال وويل، د ولسونو د غوښتنو پر بنسټ هر کال ګڼ شمېر پراختیايي پروژې په ملي بودجه کې ځای پر ځای کیږي چې د یو شمېر هغو چارې پیل شوي او په بشپړېدو سره به يې د ولسونو ځينو ستونزو ته رسېدنه وشي.

سیاسي مرستیال زیاته کړه، اسلامی امارت هېوادوالو ته د هغوی د حقونو ورکولو ته ژمن دی او د هېڅ لوري حق به تر پښو لاندې نشي.

مولوي عبدالکبیر په پای کې وويل، په تېرو څو لسیزو کې ولس د اسلامي نظام او خپلواکۍ لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې او اسلامي امارت به د هيچا قرباني له ياده ونه باسي.