ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان پلاوي د اوزبیکستان د ریل ترانسپورټ شورا په ۸۱مه غونډه کې ګډون وکړ

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال، مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په مشرۍ یو پلاوي د ګډو ګټو هېوادونو د ریل ټرانسپورټ شورا په ۸۱مه غونډه کې، چې د اوزبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه، ګډون وکړ.

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناسی وایي، چې په دې غونډه کې د افغانستان د ریل پټلۍ په چارو کې د نړیوالې همکارۍ راجلبولو او د ریل پټلۍ او ټکنالوژۍ په بنسټيزه پراختیا خبرې شوې دي.

د ښاغلي حق‌شناس په وینا، یاده شورا هڅه کوي چې د ټرانسپورتي، په ځانګړي توګه د ریل ټرانسپورتي خدمتونو کیفیت ښه کړي، موثریت یې زیات کړي او د دې شورا د غړو هېوادونو د ریل پټلۍ په سیستم کې لګښتونه راکم کړي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې د یادې غونډې په څنډه کې ښاغلي صاحب‌زاده د قزاقستان، تاجکستان او اوزبیکستان د ریل پټلۍ له مسوولینو سره د بېلابېلو ناستو په ترڅ کې د ریل پټلۍ د ګډو پروژو د عملي کېدو او د ریل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد-رالېږد حجم د زیاتوالي په اړه هم خبرې او اترې وکړې.

د یادونې وړ ده چې افغانستان په دې وروستیو کې په یاده شورا کې د څارونکي غړي په توګه تصویب شوی دی او د کورنیو چارو په طی مراحلو کې دی، چې له بشپړېدو سره به د افغانستان ریل پټلۍ په رسمي ډول په دې شورا کې د څارونکي غړیتوب ترلاسه کړي.