ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمیسيون غونډه ترسره شوه

د رياست الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمیسيون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کمیسيون د اجنډا پر موضوعاتو او د جمهوريت روغتون د فعالولو، اصلاحاتو او ريفورم پر تطبيقي پلان، د طبي او اضافي غيرې طبي تجهيزاتو لېست پر برابرولو، د روغتونونو فعالولو او پرمختګ څرنګوالي په موخه د څار ټيم پر جوړولو، د ډاکترانو او کارکوونکو د ګمارنې، تشکيل او امتيازاتو پروسې او کار پيلولو لپاره د مشورتي او تخنيکي بورډ پر جوړولو، د اجراییوي، مسلکي، تخصصي، تخنيکي او حمایوي پوزېشنونو پر ګمارلو، د نمونوي روغتونونو د چارو د انسجام، ترميم او تيارولو په اړه د دايمي او تخنيکي اجرایوي بورډ پر انتخابولو او همداراز د اړتيا پر مهال په (Hospital Management) موضوعاتو هر اړخيز بحث وشو.

په یاده غونډه کې د يادو روغتونونو د چارو لا ښه پرمختګ په موخه د عامې روغتيا وزارت تخنيکي ټيم ته لازمې لارښوونې وشوې او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.