د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د سرپل ولايت له يو شمېر مجاهدینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې دوی د سرپل ولایت د اجتماعي، امنیتي او مجاهدینو د وضعیت په اړه معلومات ورکړي او ویلي يي دي؛ مجاهدین او سیمه ییز مسولین تل هڅه کوي په بېلابېلو برخو کې ولسونو ته خدمت ترسره کړي، ترڅو دوی په ډاډه زړه خپلو ورځنیو چارو ته رسېدنه وکړي.
دوی د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې یاد ولایت کې دې د ښوونې او روزنې او پراختیايي چارو ترڅنګ د مجاهدینو وضعیت ته د رسېدنې په موخه ځانګړې پاملرنه وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ د اسلامي امارت مسولین به په مرکز او ولایتونو کې د خلکو ستونزو او وړاندیزونو ته د رسېدنې په موخه تر بل هر وخت زیات کوښښ ترسره او د شته امکاناتو په چوکاټ کې به اړین اقدامات وکړي.