د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د نورستان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د ۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څلور زره او ۱۲۲ کسانو ته برېښنایي او دوه زره او ۴۲۶ نورو غوښتونکو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د نورستان ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په دې ولايت کې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې څلور زره او ۲۷۶ کسانو ته د ژوند پېښو (درې زره او ۹۷۵ زېږون کارتونه او ۳۰۱ د مړینې پارچې) همدا راز ۲۲۱ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تایید، ۱۶۹ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو او ۱۱۷ نورو هېوادوالو ته د کاغذي پېژندپاڼو د لغوه کولو اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
همدارنګه د نورستان د احصایې او معلوماتو ریاست له لوري د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د نورو فعالیتونو ترڅنګ له بازار څخه د بېلابېلو خوراکي او غیر خوراکي توکو د بیو په اړه ارقام او معلومات راټول او د فورمو له لارې مرکز سره شریک شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکولی شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.