د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې له مولوي انورالحق مجاهد سره لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په پیل کې مولوي انورالحق مجاهد په هېواد کې د امنیت او ثبات پر ټینګښت خوښي وښوده او وې ویل؛ سراسري امنیت ته لاسرسی د افغان ملت له عمده اړتیاوو څخه دي ،چې د الله (ج) په فضل د اسلامي امارت تر حاکمیت لاندې دغه لوی نعمت برابر شوی دی.
نوموړي همداراز د هېوادوالو غوښتنې او ورته د رسېدنو په اړه خبرې وکړې او له مسولینو څخه یې وغوښتل، چې په مختلفو برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل؛ د خلکو د امنیت او ارامۍ ټینګښت، هغوی ته د خدمتونو وړاندې کول او ستونزو ته یې رسېدنه د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د مطرح شویو وړاندیزونو په تړاو وویل، اسلامي امارت به د یادو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات وکړي.