د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري په خپل کاري دفتر کې د اوبو او انرژۍ له وزیر ملا عبداللطیف منصور سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې یې د هېواد د کاني زېرمو د ښه مدیریت، پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرولو، د کاري زمینو په رامنځته کېدو او د کانونو له عوایدو څخه د اوبو او برېښنا بندونو د جوړولو او د دواړو وزارتونو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په رامنځته کولو خبرې شوي دي.
ملا هدایت الله بدري د اوبو او انرژۍ د وزیر په راتګ خوښي څرګنده کړې او دغه راز یې د افغانستان د کاني زېرمو له عوایدو څخه د اوبو او برېښنا بندونو د جوړولو په برخه کې د کانونو د کړنلارې اړوند د هر اړخېزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.