د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ایران سفارت له فرهنګي اتشې دوکتور سید روح الله حسیني سره لیدنه وکړه.
د ليدنې په ترڅ کې دواړو لوريو د ګرځندوی، فرهنګي او هنري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
همدا راز په دې لیدنه کې په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي اتشې دوکتور سید روح الله حسیني په کابل کې د افغانستان او ایران ګډ هنري او فرهنګي نندارتون جوړولو خبر ورکړ او د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ يې يوه پلاوي ته ایران ته د سفر کولو دعوت ورکړ.