انرژي، د اوبو مدیریت، زېربنا او ترانسپورټ هغه سکټورونه دي، چې کولی شي د هېواد صنعت، کرنه او سوداګري پراخه کړي.
اسلامي امارت همدې اهمیت ته په کتو دې سکټورونو ته لومړیتوب ورکړی دی.
اسلامي امارت د روان ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د انرژۍ په سکټور کې یو شمېر پروژې پیل کړې دي. دا پروژې په ځانګړي ډول د لمریزې انرژۍ او له ګاز څخه د برېښنا د تولید په برخو کې دي.
د انرژۍ تولید د افغانستان لپاره مهم دي، ځکه دا هېواد د انرژۍ له اړخه پر نورو هېوادونو متکي دی.
د دغو پروژو له لارې اسلامي امارت هڅه کوي، چې د انرژۍ په برخه کې کورنۍ اړتیا پوره او اقتصادي وده ګړندۍ کړي.
د ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د انرژۍ په سکټور کې پيل شوې پروژې:
شمېره | پروژه | د پرانیستې نېټه |
۱ | د کابل ارغندۍ سبسټېشن پراختیا | ۷/۴/۱۴۰۳ |
۲ | ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزه برېښنا | ۱۷/۷/۱۴۰۳ |
۳ | د طوطي میدان ګازو ایستنه | ۱۹/۷/۱۴۰۳ |
۴ | د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې پيل | ۲۱/۶/۱۴۰۳ |
د اوبو مدیریت او کرنیزو ځمکو له پاره د اوبو برابرول د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي او په دې برخه کې یې کوټلي ګامونه اخیستي دي.
اسلامي امارت د هېواد په کچه د هغو لویو او متوسطو بندونو ارزونه ترسره کړې، چې کارونه یې نیمګړي یا هم نه و پیل شوي.
د یادو بندونو د چارو بشپړولو لپاره جامع کاري پلانونه جوړ شوی، چې له مخې یې د روان لمریز کال په جریان کې په هرات کې پاشدان بند، په پکتیکا کې د پلتوني بند، په روزګان کې د اغاجان بندونو عملي چارې پیل او په زابل کې د عمري بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د اوبو مدیریت په سکټور کې پيل شوې پروژې:
شمېره | پروژه | د پرانیستې نېټه |
۱ | پاشدان بند | ۹/۲/۱۴۰۳ |
۲ | پلتوني بند | ۳۰/۵/۱۴۰۳ |
۳ | اغاجان بند | ۷/۷/۱۴۰۳ |
زېربنـاوې د افغانسـتان د اقتصـادې ودې او پراختیا لپـاره یـو مهم عنصـر دی.
اسلامي امارت د زېربنـاوو په برخه کې د پانګونې لپـاره هڅې ګړندۍ کړې دي.
اسلامي امارت د قوانینو او کړنلارو په وضعکولو، د مالیاتو په کمېدو، له خصوصي سکټور سره د ګډې همکارۍ او سرتاسري امنیت په ټینګولو د کورنۍ او بهرنۍ پانګونـې لپاره مناسب چاپېریـال رامنځتـه کـړی.
اسلامي امارت پـر شته زېربنـاوو بیاکتنـه کـړې او د نویو زېربنـاوو د جوړولو په برخه کې یې عملا کار پیل کړی.
دغه راز یې د زېربناوو په برخـه کـې پانګونـې ته تر بل هر وخت ښه زمینه برابره کړې ده.
د ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د زېربنا په سکټور کې پيل شوې پروژې:
شمېره | پروژه | د پرانیستې نېټه |
۱ | نیله باغ هستوګنیزه پروژه | ۱۹/۱/۱۴۰۳ |
۲ | په کابل نړیوال هوايي ډګر کې معیاري انتظارخونه | ۴/۵/۱۴۰۳ |
۳ | په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکترونیکي سکنرونو نصب | ۶/۵/۱۴۰۳ |
د ترانسپورټ سکټور، د هېواد په اقتصادي وده کې د یو بنسټیز سکټور په توګه پرېکنده رول لري او پر مټ یې دا برخه پراختیا موندلی شي.
د دې لید پر بنسټ، اسلامي امارت ترانسپورټ سکټور په خپلو لومړیتونو کې نیولی دی.
اغېزناک، خوندي او معیاري ترانسپورټي خدمتونو وړاندې کول، له ګاونډیو او سیمې هېوادونو سره د ترانسپورټي اړیکو پیاوړتیا، د شفاف او حساب ورکوونکو سیسټمونو رامنځته کول، خصوصي پانګونې ته زمینه برابرول، د عامه ترانسپورټ زېربناوو پراختیا، په اداري جوړښت او په دې سکټور کې بنسټیزو اصلاحاتو ته زمینه برابرول یې د کارونو په سر کې ځای لري.
د ۱۴۰۳ لمریز کال په جریان کې د ترانسپورټ په سکټور کې پيل شوې پروژې:
شمېره | پروژه | د پرانیستې نېټه |
۱ | د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې دوهمه برخه | ۹/۱/۱۴۰۳ |
۲ | د خیرخانې کوتل سړک دوهم لاټ | ۸/۲/۱۴۰۳ |
۳ | له شهید څلورلارې تر قصبې پورې د غځېدلي سړک لومړۍ برخه | ۸/۲/۱۴۰۳ |
۴ | د هوايي ډګر له څلورلارې بیا تر ګمرک پورې غځیدلی سړک | ۸/۲/۱۴۰۳ |
۵ | د هرات – غور سړک | ۱۰/۲/۱۴۰۳ |
۶ | مس عینک پروژې ته غځېدلی سړک | ۳/۵/۱۴۰۳ |
۷ | د کابل – غزني دوهم لین سړک | ۲۰/۶/۱۴۰۳ |
۸ | د کابل – جلال اباد دوهم لین سړک | ۵/۸/۱۴۰۳ |
د دې پروژو په بشپړېدو سره به افغانستان د انرژۍ، کرنې، سوداګرۍ، صنعت او دې ته ورته نورو برخو کې پرمختګ وکړي.
دغه راز به د پروژو په جریان او د یادو پروژو تر بشپړېدو وروسته لسګونو زره هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.