ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

روزګان کې څه‌باندې ۳۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روزګان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د ‍‍۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۸ زره او ۲۶۳ کسانو ته برېښنایي او ۱۱ زره او ۸۴۵ نورو غوښتونکو ته کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د روزګان ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په دې ولايت کې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې دوه زره او ۱۰۰ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د تایید، ۱۲۰۹ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو، ۶۲ کوچيانو ته د پېژندپاڼو وېش، ۸۶ کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو له وېش وروسته خدمتونه، ۶۴ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د لغوه کولو او شپږ زره او ۸۳۷ نورو هېوادوالو ته د ژوند پېښو (شپږ زره او ۱۸۱ زېږون کارتونه، ۳۹۴ د مړینې پارچې، ۱۴۲ ودونه او یو طلاق)خدمتونه وړاندې کړي.

همدارنګه په یاد ولایت کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کرنیز سکټور دوې سروې ترسره او د اجتماعي او اقتصادي احصاییو ارقام راټول او دا راز له بازار څخه د یو زر او ۷۴۰ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو اړوند معلومات هم راټول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره وکړای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.