ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ محمد خالد الحنفي: علما او قومي مشران دې د اسلامي نظام پایښت لپاره کار وکړي

شیخ محمد خالد الحنفي د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو، د خلکو د ستونزو اورېدلو، معروفاتو اقامې او د منکراتو مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه د خپلو ولایتي سفرونو په دوام فراه ولایت ته سفر کړی او هلته یې د یوې غونډې په ترڅ کې له ملکي او نظامي مسولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ګذر وکیلانو او ګڼ شمېر فراه مېشتو وګړو سره لیدنه کړې.

د امر بالمعروف بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې اسلامي نظام د امر بالمعروف او نهې عن المنکر پرته نه شي بشپړېدی.

شیخ محمد خالد الحنفي زیاته کړې؛ د افغان ولس د جهاد له اساسي موخو څخه یو د غربي اشغال پای او بل د اسلامي نظام واکمنېدل وو، چې د لوی څښتن تعالی په مرسته دواړو موخو ته ورسېدل.

ښاغلي حنفي همدارنګه ویلي؛ اوس کفري نړۍ له هرې پلمې او لارې کار اخلي، ترڅو نړۍ ته د اسلامي نظام په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت غلط انځور وړاندې کړي او د نړیوالو ذهنونو کې اندېښنې وزېږوي.

د امر بالمعروف بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر همدارنګه پر ټولو ګډون والو غږ کړی، چې د دښمن د منفي تبلیغاتو ښکار نه شي او د اسلامي نظام پایښت او ټينګښت ته کار وکړي.

همداراز یې له مسولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو غوښتي، ترڅو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدا او د ټولنې په اصلاح کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

ورته مهال د فراه ولایت ځایي مسولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په خپلو ویناوو کې ویلي، د اسلامي نظام ترشا ولاړ دي او هېچا ته به اجازه ورنکړي ترڅو بیا ځلي ټولنه د بدبختیو پر لور بوځي.

هغوی همداراز ډاډ ورکړی، چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په لا ښه پلي کېدا او په ټولنه کې د منکراتو مخنیوي په برخه کې له محتسبینو سره بشپړه همکاري کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د اسلامي امارت مشرتابه له لارښوونې سره سم د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو او د شکایتونو اورېدلو په موخه د ولایتي سفرونو په ترڅ کې له ځایي چارواکو، قومي مشرانو او دیني عالمانو سره ناستې ترسره کوي.