د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکیم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتمبایوا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
روزا اوتمبایووا پنجشېر کې ډاډمن امنیت، اقتصادي پرمختياوې، خلکو او نظام ترمنځ نږدې همغږي، نشه یي توکو سره مبارزه او نور بېلابېل پرمختګونه ستایلي.
نوموړې د پنجشیر والي سره د کانونو په برخه کې د نړیوالو شرکتونو او سفارتونو د پام را اړونې، خلکو ته د کاروبارونو لپاره د کوچنیو پورونو د ورکړې، د تورېزم صنعت پر پیاوړتیا او د بې سوادۍ پر له منځه وړلو خبرې کړې دي.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ډاډ څرګند کړی، چې دوی په پنجشیر کې په بېلابېلو برخو کې یاد ولایت سره د ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي او په وینا یې، هغه بنسټونه چې د یاد سازمان په چوکاټ کې کارکوي، دوی به یې پنجشیر ولایت سره د همکارۍ لپاره پاملرنه ولري.
همداراز، دواړه لوریو له شته فرصتونو څخه پر استفادې او همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.