د لغمان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست د ۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۱ زره او ۹۴۶ کسانو ته الکترونیکي او ۱۱ زره او ۱۶۴ نورو غوښتونکو ته کاغذي پیژندپاڼې وېشلې دي.
د یاد رياست د معلوماتو پر بنسټ؛ په دې ولايت کې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د يادو دفترونو له لارې توانيدلي، چې شاوخوا څلور زره او ۱۸۶ کسانو ته په کاغذي پیژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو، دوه زره او ۸۵۰ کسانو ته د کاغذي پیژندپاڼو د تایید، ۱۲۶ کسانو ته د کاغذي پیژندپاڼو د لغوه کولو او اووه زره او ۴۳۳ نورو ته د ژوند پېښو ( پینځه زره ۹۹۳ زېږون کارتونه، ۵۷۸ د مړینې پارچې ۳/۳ او ۸۶۲ ودونو ثبت) خدمتونه وړاندې کړي.
همدارنګه په یاد ولایت کې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ځانګړو فورمو له لارې د اقتصادي او اجتماعي برخو ارقام او معلومات او له بازار څخه د یو زر او ۱۶۸ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکو د بیو اړوند معلومات هم راټول شوي دي.