د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له بنګلهدېش نه د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ وګټله.
افغان لوبډلې په وروستیو او برخلیک ټاکونکې لوبه کې سیالې لوبډلې ته د ۵ ویکټو په توپیر ماتې ورکړه او یاده لوبلړۍ یې ۱-۲ پخپل نوم کړه.
د یادې لوبې پچه بنګلهدېش وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره یې ۲۴۴ منډې جوړې کړې او افغان اتلانو ته یې ۲۴۵ هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې په ګټه عظمت الله عمرزي ۴، راشد خان او محمد نبي یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.
عظمت الله عمرزي د ۴ ویکټو په ترلاسه کولو سره په نړیوال کرېکټ کې ۵۰ ویکټې پوره کړې.
افغان لوبډلې په دویمه پاڼې کې په زړه پورې توپوهنه وکړه او ټاکل شوی هدف یې لس توپه وړاندې د ۵ ویکټو په زیان سره پوره کړ او یاده لوبلړۍ یې ۱-۲ پخپله ګټه پای ته ورسوله.
د افغان لوبډلې په ګټه پیلیز توپوهونکي رحمن الله ګربز سلیزه جوړه کړه او په ۱۰۱ منډو یې خپله ویکټ له لاسه ورکړه.
دا په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د نوموړي اتمه سلیزه وه، چې د افغانستان په ګټه یې جوړه کړه.
نوموړی د سوېلي افریقا له کوېنټن ډیکاک وروسته په ټوله نړۍ کې دویم تر ټولو ځوان لوبغاړی شو، چې له نورو په کم عمر کې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو ۸ سلیزې بشپړوي.
رحمنالله ګربز د کرېکټ نړۍ د خورا پیاوړو توپوهونکو سچن ټنډولکر، وېرات کوهلي او پاکستاني بابر اعظم ریکارډونه هم مات کړل او د ۸ سلیزو لرونکو کم عمره لوبغاړو په درجه بندۍ کې یې دویم مقام خپل کړ.
عظمت الله عمرزي هم د افغان لوبډلې په ګټه غوره توپوهنه وکړه او ۷۰* ناسوځېدلې منډې یې جوړې کړې.
دغه راز محمد نبي ۳۴ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې پرمټ یې افغان اتلانو له یوې خورا عالي لوبې وروسته یاد هدف پوره کړ.
عظمت الله عمرزی د لومړي ځل لپاره په نړیوال کرېکټ کې د لوبې غوره لوبغاړی شو.
محمد نبي عیسی خیل، چې په دې لوبلړۍ کې د یوې نیمه سلیزې پرمټ او۶۷.۵۰ منډو په اوسط ۱۳۵ منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې یې هم دوې ویکټې ترلاسه کړې، د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
دا په روان کال کې د یو ورځنیو سیالیو درېیمه پرلپسې لوبلړۍ ده، چې افغان اتلان یې په خپل کوربتوب په خپله ګټه پای ته رسوي.
افغان لوبډلې د روان ۲۰۲۳م کال په لومړیو کې ایرلنډ ته ۲-۰ ماتې ورکړه. وروسته یې په سپټمیر میاشت کې سویلي افریقا ته د لومړي ځل لپاره ماتې ورکړه او لوبلړۍ یې ۲-۱ ترې وګټله.
د بنګله دېش پر وړاندې په لوبلړۍ کې ۲-۱ اتلولي د افغان لوبډلې درېیمه ستره بریا وه، چې افغان اتلانو د روان کال په جریان کې ترلاسه کړه.
افغان لوبډله به له دې وروسته د زمبابوې پر وړاندې د بشپړې لوبلړۍ لپاره چمتووالی نیسي. یادې سیالۍ به د راتلونکې ډسمبر میاشتې په ۹مه نېټه په زمبابوې کې پیل شي.
په دې لوبو کې لومړی درې نړیوالې شل اوریزې، درې نړیوالې یو ورځنۍ او دوې ټیسټ لوبې شاملې دي.