د افغانستان اسلامي امارت د کابینې لسمه غونډه د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ تېره ورځ (دوشنبه د لړم ۲۰مه) ترسره او د يو شمېر موضوعاتو په اړه په کې خبرې او پرېکړې وشوې.
غونډه کې د هېواد په مهمو اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري مسايلو د خبرو سربېره يو شمېر اړینې پریکړې هم شوې دي.
همداراز په غونډه کې اقتصادي معاونیت ته د ځینو چارو د ترسره کولو دنده سپارل شوې او ځینې نورو موضوعاتو د منظورۍ په موخه مشرتابه ته د لېږلو پرېکړه شوې ده.