ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې وزارت پلاوی له مالیزیا څخه هېواد ته راستون شو

د پوهنې وزارت دفتر لوی رییس مولوي شهاب الدین ثاقب په مشرۍ د یاد وزارت پلاوی، چې د مالیزیا له پوهنې مسولینو، علمای کرامو او مهمو شخصیتونو سره د تجربو شریکولو او دوه اړخیزه همکاریو د استحکام او دوام په موخه یاد هېواد ته تللی و، نن افغانستان ته راستون شو.

یاد پلاوي د خپل څو ورځني سفر پر مهال، د مالیزیا هېواد د علماوو شورا له مشر سربېره د پوهنې مسولینو، علمایکرامو او استادانو سره په دوه اړخیزه لیدنه کې، د ښوونیز کیفیت پر لاپیاوړتیا، د ښوونيزو ننګونو په له منځه وړلو، فرصتونو او دوه اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې کړي.

په دغو دوه اړخیزو لیدنو کې د پوهنې وزارت د پلاوي مشر ویلي، اوسمهال په افغانستان کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي او د یاد وزارت تشکیل، ښوونیز کیفیت او کړنې ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي.

نوموړي زیاته کړې، اوس وخت کې د هېواد ټولو هغو برخو ته هم پوهنیز خدمات رسول شوي دي کوم چې په تېرو څو لسیزو کې د ښوونیزو چوپړونو څخه محروم وو او موږ ژمن یو، تر څو دغو پرمختګونو ته لاپسې چټکتیا او پراختیا ورکړو.

همدارنګه په یاد سفر کې د پوهنې وزارت پلاوي، د مالیزیا هېواد د پوهنې چارواکو په ملتیا، د یاد هېواد د ځینو مدارسو او ښوونځيو څخه له نږدې لیدنه کړې او له اړوندو مسولینو سره یې د پوهنیز نظام د بنسټونو د استحکام او ښوونیز وضعیت په تړاو تفصیلي خبرې کړي دي.

په ورته وخت کې د مالیزیا هېواد د ښوونیزو بنسټونو مسولينو، چارواکو او علماءکرامو د پوهنې وزارت د پلاوي له سفر څخه د تود هرکلي ترڅنګ، په افغانستان کې د ښوونیز نظام پر پیاوړتیا خوښي څرګنده کړې او د یاد نظام د بشري او تخنیکي برخو لاپرمختګ لپاره یې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی.

په پاى کې دواړو لوریو ژمنه کړې، چې د ښوونیز مرکزونو د جوړولو او ښوونیز کیفیت لالوړوالي په برخه کې به له يو بل سره همکاري کوي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت مشرتابه، د مالیزیا هېواد د پوهنې مسولینو او چارواکو له همکاریو او مرستو مننه او قدرداني کوي.