د ننګرهار د احصايې او معلوماتو ریاست د ۱۴۰۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۴۱ زره او ۸۶ برېښنايي او ۴۰ زره او ۷۶۷ کاغذي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ، ننګرهار کې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې اړوند دفترونه فعال دي او د روان کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې یې شاوخوا ۱۱ زره او ۵۳۰ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو، ۷۸۷ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼو د لغوه کولو او ۴ زره او ۶۳ نورو هېوادوالو ته د ژوند پېښو (۶۲۶ زېږون کارتونه او ۳ زره او ۴۳۷ د مړینې پارچې) خدمتونه وړاندې کړي دي.
پر دې سربېره د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مشخصو فورمو له لارې د اقتصادي، ټولنیزې او روغتیا برخې ارقام او معلومات راټول او ترڅنګ یې له بازار څخه د ۱۷۴۰ قلمه خوراکي او غیرې خوراکي توکو د بیو اړوند معلومات هم راټول شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې، تر څو هېوادوال په اساني سره خپلې پېژندپانې ترلاسه کړي.