ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: نړۍ عملا د اسلامي امارت حقایقو ته تسلیمه شوې

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د یوه پلاوي په مشرۍ بامیانو ولایت ته د سفر پر مهال په لویه ولسي غونډه کې ګډون او وینا کړې.

په دې غونډه کې د بامیانو سیمه ییزو چارواکو او مسولینو سربېره ګڼو قومي مشرانو، علماوو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال له دوی مننه کړې، چې د ولسونو د ستونزو د حل په موخه بېلابېلو ولایتونو ته د سفرونو په لړ کې بامیانو ته راغلي دي.

مولوي عبدالله سرحدي زیاته کړې، له دې وړاندې هم اسلامي امارت د بامیانو ولسونو ستونزې اورېدلي او د حل په موخه یې اقدام شوی.

قومي مشرانو او مخورو څرګنده کړې، اسلامي نظام په ډېرو سرښندو او قربانیو راغلی او د بامیانو ولسونه له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

نوموړو ویلي؛ د اسلامي نظام له برکته په هېواد کې سراسري امنیت ټینګ شوی دی، زورواکي ختمه شوې او د هېوادوالو ډېری ستونزې حل شوي دي.

د بامیانو قومي مشرانو او علماوو په هېواد کې د قومي، مذهبي او سمتي اختلافاتو او توپیري چلندو په لمنځه تللو خوښي څرګنده او د بېلابېلو پراختیایي پروژو د پلي کېدو، دره صوف دهلیز د فعالولو او ځوانانو ته د کارموندنې غوښتنه کړې.

همداراز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال مولوي محد علي جان ویلي، د ولسونو غوښتنه سوله ییز ژوند او د ملي یووالي پیاوړتیا ده.

وروسته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري ویلي، افغانان د تاریخ په اوږدو کې د اشغالګرو په خلاف درېدلي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یادې ولسي غونډې ته په وینا کې ویلي؛ اسلامي نظام د ټولو افغانانو ارزو وه او ټول یې د مالکیت حق لري، د بامیانو ولسونه د ستایلو دي چې له اسلامي امارت سره همکاري لري او چاته د مخالف حرکت اجازه نه ورکوي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د عمومي بښنې فرمان پلي کېدو ته په اشارې ویلي؛ پخواني چارواکي او مسولین کولی شي هېواد ته راستانه شي، د هغوي د راتګ پر وړاندې ستونزه نشته، د اسلامي امارت په رامنځته کېدو سره په هېواد کې ظلم، فساد او زورواکي پای ته رسېدلې ده.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، اسلامي امارت د ترحم او شفقت نظام دی او په تېرو درې کالو کې په سیاسي او اقتصادي ډګر کې ښې لاسته راوړنې لري.

نوموړي زیاته کړې؛ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو استازولۍ په افغانستان کې فعاله دي، له یو شمېر هېوادونو سره د سوداګرۍ بندرونه پرانیستي، نړۍ عملا حقایقو ته تسلیمه شوې ده، خو یوازې رسمي اعلان پاتې او افغانستان په سیاسي لحاظ مخ پر وړاندې روان دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ په تېرو درېیو کلونو کې اسلامي امارت داسې پروژې عملي کړي چې په ۲۰ کلونو کې نه وې عملي شوې. نوموړي سیمه ییزو مسولینو ته په خطاب ویلي، چې له ولسونو سره له ترحم او شفقت څخه کار واخلي.