د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي؛ اسلامي امارت د هېواد د یو شمېر مهمو لویو لارو، سړکونو او د دې لارو د سترو او کوچنیو پلونو او پلچکونو د جوړولو او بیارغونې چارې پیل کړې دي.
له دې پروژو څخه یې یو شمېر بشپړې او پر یو شمېر نورو یې کار روان دی.
د کابل-کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې تر ډېره بریده بشپړې شوي دي.
د سالنګونو لويې لارې د ۸۰ کیلو متره سړک د اساسي بیارغونې کار په درېیو لاټونو کې پیل شوی او چارې یې په چټکۍ سره جریان لري.
د کندهار-روزګان ۱۸۰ کیلو متره سړک د لومړۍ برخې ۱۳ کیلو متره سړک د بیارغونې کار روان دی.
د کابل- غزني د دویم لین سړک او د کابل-جلال اباد د دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې هم عملا پیل شوې دي.
یاد معاونیت زیاتوي؛ د لویو لارو ترڅنګ ځیني نور مهم سړکونه لکه د کابل، هرات، جلال اباد او د مزار شریف ښارونو، د کندهار معروف او ارغستان، د تالقان فرخار او ورسج، د ګردیز زرمت، د قوشتېپې درزاب او د کونړ-نورستان سړکونو د جوړولو او بیارغولو عملي چارې هم روانې دي.
له دې سړکونو څخه د فرخار-ورسج لومړۍ برخې ۱۵ کیلومتره سړک او په نیمروز کې د سرشیلي ۳۰۰ مترو په اوږدوالي پل چارې بشپړې شوې دي.
په دې پروژو کې زرګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د علیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس د لویو لارو په اوږدو کې ۷۵ جوماتونه هم جوړیږي، چې له دې جملې د کابل-کندهار په لویه لار د پینځو جوماتونو عملي چارې پیل شوي دي.