د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د استقلال انګوري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د استقلال انګوري او جوانان چوب لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې استقلال انګوري لوبډلې د ۲ پر یو ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د دغو سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمدجان ځدراڼ، ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني او د غزني ولایت یو شمېر چارواکو ګډون کړی و.
دغه سیالۍ چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وې، په پایله کې یې لسو لوبډلو د جاغوري ولسوالۍ د فوتبال غوره لیګ سیالیو ته لار ومونده چې په نږدې راتلونکي کې به پیل شي.
د یادونې وړ ده، چې حفیظ عالمي د دغو سیالیو د غوره لوبغاړي، محمد باقر طاهري د غوره ګول وهونکي او حسین حیدري د غوره ګول ساتونکي په توګه ونومول شول.