د کورنيو چارو سرپرست وزیر خليفه سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو د علماوو له پلاوي سره وکتل لیدنه کړې.
خليفه سراج الدین حقاني د متحده عربي اماراتو د علماوو له پلاوي سره د هېواد په سياسي، اقتصادي او امنيتي موضوعاتو خبرې وکړې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اماراتو او افغانستان ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو په پراخېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه چې افغانستان د امنيت او اقتصاد په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر د اماراتو له لوري اسلامي امارت ته د دوبۍ کونسلګرۍ د سپارلو له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې له افغانستان سره تعامل د ګاونډیو، سیمې او ټولې نړۍ ته په ګټه دی.
هغوی چې غواړي افغانستان متروکه جزیره شي، تېروتنه کوي، ځکه چې افغانستان څښتن لري او مونږ يې هغې ورځې ته نه پرېږدو چې زمونږ هېواد دې بيا ځلي له پامه وغورځي.
د کورنيو چارو وزير زياته کړه، د افغانستان اوسنى اسلامي نظام له اقتصادي پلوه په خپلو کورنيو عايداتي سرچينو چلېږي او دا په داسې حال کې ده چې د مخدره توکو کښت او قاچاق صفر ته رسېدلى ده او په دغې برخه کې مبارزه روانه ده.
ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې مونږ له نړۍ سره د غوره اړيکو غوښتونکي يو او په دې برخه کې مو مثبت ګامونه هم اخيستي،افغانستان د نړۍ يوه ستراتېژيکه کتله ده او نړۍ بايد د افغانستان سره د تعامل په برخه کې دوه مخې پاليسي ونه لوبوي چې دا د ټولې سيمې په تاوان تمامېږي.
ښاغلي عمر حبتور الدرعي په دې لیدنه کې ویلي؛ اوږد مهاله هدف ته د رسېدو په برخه کې د نجونو د زده کړو تر څنګ ځینې نورې ستونزې هم شته چې مونز يې هواري ته سترګې په لاره یو..
ښاغلي عمر زیاته کړې؛ افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې چې موږ کوم مثبت پيغامونه وليدل هغه به تر نورې نړۍ پوري هم رسوو.
یاد پلاوي د کورنیو چارو سرپرست وزیر ته له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د همکاري ډاډ ورکړ او د افغانانو لاس نیوی یې خپل اخلاقي مکلفیت وګاڼه.
خلیفه سراج الدین حقاني یاد پلاوي ته د نجونو د تعلیم په اړه وویل، چې د اسلام مقدس دین شرعي تعلیم پرنارینه او ښځینه مسلمان باندې فرض كړی او اسلامي امارت د ملت ټولو شرعي حقونو ته ژمن دی. تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم لګېدلی محدودیت دایمي نه دی.

