ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر: د هېواد تعلیمي او تحصیلي بنسټونه د غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه ښه همغږي لري

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.
په دې مراسمو کې د لوړو زده‌کړ وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د اسلامي نظام د رهبرانو مسولیتونو او د بېلابېلو ادارو ترمنځ د ښو اړیکو په اړه خبرو ترڅنګ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۴۰۲ ښوونیز کال د پیل مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د لوړو زده‌کړو وزارت، پوهنې وزارت او د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د غوره خدمتونو او ټولنې ته د وړ اشخاصو د وړاندې کولو په موخه ښې کاري اړيکې لري.
د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره يو مهم ادرس وباله او ويې ويل، چې د لوړو زده‌کړو وزارت له دغې ادارې سره په بېلابېلو برخو په تېره بيا د هېواد د تحصيلي بنسټونو په مختلفو څانګو کې د یادې ادارې د فارغانو په منلو کې نږدې همکاري لري، چې د دې همکاریو پر دوام مو څه موده وړاندې تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره تفاهم لیک لاسلیک کړ، چې له دې وروسته به د یادې ادارې فارغان له یو کلن تنزیل پرته او د ۸۰٪ فیصدي څخه چې مخکې ورته پکار وه، ۷۵٪ فیصدي ته په کموالي سره د هېواد په پوهنتونونو کې شاملیدلای شي.
د ښاغلي ندیم په وینا؛ د لوړو زده‌کړو له نصاب سره د دغې ادارې د نصاب د همغږۍ په برخه کې کار روان دی، څو د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې فارغان له کومې ستونزې پرته خپلو لوړو زده‌کړو ته دوام ورکړي.
وروسته د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رییس مولوي غلام حيدر شهامت د یادې ادارې پر موخو، فعاليتونو، لاسته راوړنو او ننګونو خبرې وکړې او ویې ویل، چې په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد د نورو ادارو ترڅنګ په تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کې هم د اداري فساد او کاغذ پراني مخه نیول شوې او په ادارو کې ریښتیني او امین کسان په دندو ګمارل شوي دي.
نوموړي همدارنګه وویل، چې موږ د خپل تحصیلي نصاب د معیاري کولو په برخه کې کار کوو او د مسلکي کسانو د روزلو په برخه کې ښه پروګرامونه په لاس کې لرو.
په پای کې یاد مراسم د دغې ادارې مسؤلینو لخوا د ښوونیز کال د پیل په ویاړ د زنګ په وهلو سره پای ته ورسېدل.